روغتیا او ژوند؛ هوږه څه ګټې لري، ایا د هوږې خوړل د وینې فشار کنټرولولی شي؟

هوږه د هر کور په پخلنځي کې موندل کیږي او دا نه یوازې خواړه خوش بویه کوي؛ بلکې د خوړو خوند هم زیاتوي. له همدې امله د ځینو لپاره له هوږې پرته د خواړو د خوړلو فکر هم نا ممکن وي.

څنګه چې هوږه د پخلي لپاره اړینه ده، همداسې د بدن لپاره هم اړینه او پر بدن باندې مثبت اغیزه لري، چې په طبیعي توګه د ډېرو ګټو څخه بډایه ده.

په هوږه کې پریمانه فاسفورس، اوسپنه، پوتاشیم او مګنیزیم موجود دي.

که هوږه د سهارنۍ څخه مخکې په منظم ډول وخوړل شي، له ګڼو ناروغیو لکه؛ سینه بغل، برونکایټس، سالنډۍ او ټوخي څخه مو ژغوري.

هوږه د وینې فشار کنټرولولو کې مرسته کوي

په سهارنۍ کې د هوږې یوه غوزه خوړل ستاسو سره د وینې لوړ فشار په کنټرول کې مرسته کوي.

هوږه د شکر ناروغانو لپاره ګټوره ده

هغه خلک چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي؛ د خامې هوږې په خوړلو سره کولی شي د وینې شکر کنټرول کړي، ځکه چې هوږه ایلیسین لري چې په بدن کې د شکرې کچه کنټرولولو کې مرسته کوي.

هوږه د ناروغ کېدو مخه نیسي

هوږه بدن له زهري موادو پاکوي، که په منظمه توګه وخوړل شي؛ نو هوږه مو له ګڼو ناروغیو ژغورلي شي او د سرطان د خطر په کمولو کې هم مرسته کولای شي.

د هاضمي سیسټم سره مرسته کوي

هوږه په هضم کې هم مرسته کوي، سربېره پردې د هډوکو روغتیا او د وزن په ساتلو کې مرسته کوي.

هوږه د بدن معافیت هم زیاتوي، ځکه چې په دې کې موجود ویټامین سي له عفونت سره په مبارزه کې مرسته کوي.

ځیني محدود کسان شته چې له هوږې سره حساسیت لري.

هغوی کولی شي له ډاکټر سره په مشورې هوږه وخوري.