د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: د پاکستان له زندانه ۱۵ افغانان خوشې شوي دي

طالبانو ویلي، دغه افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور بندیان شوي وو. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دغه افغانان د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور له زندانه راخوشې شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یاد کسان چې درې تنه په کې ماشومان وو، (د تلې میاشتې په ۱۱مه نېټه د پېښور له زندانه راخوشې او د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو وزارت ویلي، چې دغه بندي شوي افغانان په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نشتوالي په تور له ۱۵ ورځو څخه تر دوو میاشتو بندیان وو.

بل خوا د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې درې سوه کورنۍ هم راستنې کړل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۹۹ کورنۍ راستنې کړل شوې دي.
دغه اژانس پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ۱۹ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۴۸ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۹۹ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله او ۱۳۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې راستنې کړل شوې دي.
باختر اژانس ویلي، چې د یو شمېر اړمنو کورنیو سره د طالبانو د کډوالو وزارت مرستې کړې او یو شمېر کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته هم استولې دي.
ایران او پاکستان د تېر یوه کال راهیسې په زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې.
که څه هم په ایران کې د افغان کډوالو پر کارکولو او په ښوونځیو کې د ماشومانو پر شاملولو بندیزونه لګول شوي؛ خو تر دې دمه طالبان نه دې توانیدلي، چې ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې د ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.