د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: له اسراییل سره د هغوی د غبرګون په اړه خبرو ته دوام ورکوو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په ورځني خبري کنفرانس کې ایران ته د ځواب ورکولو لپاره له اسراییل سره د امریکا د احتمالي همکارۍ په اړه وویل، موږ به له اسراییل سره د هغوی د غبرګون په اړه خبرو ته دوام ورکړو.
میلر وویل: «جوبایډن په ښکاره ویلي چې امریکا د ایران د توغندیز برید په احتمالي ځواب کې د اسراییل د ځواب ملاتړ نه کوي. مګر موږ به له اسراییل سره د هغوی د غبرګون په اړه خبرو ته دوام ورکړو. موږ په واضح ډول ویلي چې د ایران دغه برید د بې ساري کړکېچ د زیاتېدو لامل شوی او اسراییل حق لري چې ځواب ورکړي.»
میلر د سیمه ییزې جګړې د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو د ډیپلوماتیکو هڅو په اړه وویل: «په تیرو ۱۲ میاشتو کې، موږ ډېری وختونه په ورته حالت کې وو، چې داسې ښکاریده چې موږ به په بشپړه توګه جګړې ته لاړ شو. په سیمه کې د خپلو متحدینو او شریکانو په هڅو سره، موږ وکولی شو د داسې یوه وضعیت مخه ونیسو.»