د ارغواني شنبو غورځنګ د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍوال پیوستون غوښتنه کړې
د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې د ملګرو ملتونو لهخوا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې له هرې پرېکړې هرکلی کوي.
دغه غورځنګ په دې تړاو د یوې خبرپاڼې پر خپرولو سره ویلي، دغه ګام د هغو مېلیونونو افغان مېرمنو لپاره چې هره ورځ له ځپنې سره مخامخې دي؛ د عدالت د پلې کولو په برخه کې یو اړین ګام دی.
دوی له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په دې برخه کې دې په بېړني او جدي ډول ګام واخلي.
دوی دا رنګه د افغان مېرمنو د دویمې غوښتنې په برخه کې چې له مخې یې د هغو جګپوړو طالب چارواکو محکمې ته د راښکلو او د بشري جنایت په اړه یې د ځواب ورکولو په برخه کې د ګام اخیستل دي، مهمه ګڼلې او په دې برخه کې د مثبت ځواب غوښتونکې دي.
دغه غورځنګ په دې برخه کې د مبارزې لپاره د نړۍوال پیوستون غوښتنه کړې او له ټولو بشري حقونو له ملاتړو سازمانونو یې غوښتي، چې د عدالت په پلي کولو کې دې پر طالبانو ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د اکټوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د حقوقي کمیټې له خوا په ترسره کېدونکې ناسته کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندنې لپاره یوه ښه فرصت دی او په نړۍواله کچه د قانوني او ډیپلوماټیکو اقداماتو لپاره دې لاره هواره کړي.