عثمان نوري لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په ځانته سر یې د ۳۳۹ منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ

کرېکټ بورډ وايي، عمثان نوري د ماهیپر ستوري لوبډلې په وړاندې په یوه لوبه کې ۳۳۹ منډې جوړې کړې او په دې سره یې د بهیرشاه ریکارډ مات او د افغانستان په کورني کرېکټ کې یې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

د پامیر لیجنډز لوبډلې پیلیز توپوهونکي عثمان نوري په یوه لوبه کې په یواځې توګه د ۳۳۹ منډو جوړولو ریکارډ د ماهیپر ستوري لوبډلې پر وړاندې د احمدشاه ابدالې فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو پر مهال جوړ کړ.
افغان کرېکټ بورډ وايي، د عثمان نوري تر دې کارنامې جوړولو وړاندې یاد ریکارډ د بهیرشاه محبوب په نوم و.
بهیر شاه محبوب په فرسټ کلاس لوبو کې په یوه پاڼۍ کې د ۳۰۳ ناسوځېدلو منډو ویاړ لري.
د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د څلورو لوبډلو ترمنځ د سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه په ننګرهار ولایت کې پیل شوې او د اکټوبر میاشتې تر ۲۶مې نیټې به دوام ولري.
فرسټ کلاس سیالیو کې د ملي لوبغاړو تر څنګ د کورني کرېکټ لوبغاړي هم لوبېږي.
دغه لوبې تر دې وړاندې په کندهار ولایت کې ترسره کېدې.