د سپاه پاسداران ویاند: که اسراییل غبرګون وښيي، دا هېواد به بیا په نښه شي

placeholder

د ایران سپاه پاسداران یوه بیانیه خپره کړې او اعلان یې وکړ، چې که اسراییل د دوی د بالستیک توغندیو برید ته غبرګون وښيي، دا هېواد به بیا په نښه شي.

سپاه پاسداران زیاته کړې، چې پر اسراییل یې لسګونه توغندي توغولي دي.

سپاه پاسداران په خپل بیان کې ویلي، چې دا بریدونه یې د اسماعیل هنیه، حسن نصرالله او عباس نیلفروشان د وژلو په غبرګون کې کړي دي.