په یوه اونۍ کې د حزبالله د اوو لوړ پوړو قوماندانانو او سیاسي چارواکو وژل کېدل
په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې د یوې اونۍ په ترڅ کې د حزبالله اوه جګپوړي قوماندانان او سیاسي چارواکي وژل شوي دي.
د اسرایيل د پوځ لوى درستيز هرزي هالوي د يکشنبې په ورځ د (تلې اتمه) دې شمېرې ته په اشارې سره وويل: «حزبالله خپل سر له لاسه ورکړى او موږ بايد د حزبالله پر ضد خپلو زورورو بريدونو ته دوام ورکړو.»
حزبالله، د لبنان تر ټولو پیاوړی نظامي او سیاسي ځواک، اوس د خپلو مهمو غړو له لاسه ورکولو سره سخت زیانمن شوی، چې ډیری یې د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې له جوړېدو راهیسې د حزبالله سره یوځای شوي.
حسن نصرالله چې په وژل شویو کسانو کې تر ټولو مخکښ و، له ۱۹۹۲ کال راهیسې له اسراییل سره په څو جګړو کې د دغې ډلې مشري کوله او په لبنان کې یې د یوه ځواکمن ځواک په بدلولو کې هم مهم رول و.
نبیل قاووق چې د شنبې په ورځ په یوه هوايي برید کې ووژل شو، د حزبالله د مرکزي شورا مرستیال و او د حسن نصرالله له احتمالي ځای ناستو څخه ګڼل کېده.
ابراهیم عقیل چې د رضوان د ځانګړو ځواکونو قوماندان او د حزبالله د تر ټولو سترې پوځي ادارې د جهادي شورا غړی و، یو بل وژل شوی قوماندان دی چې د ۱۹۸۳ کال په بیروت کې د امریکا سفارت په بمي چاودنو کې د خپل رول له امله له کلونو راهیسې د امریکا متحده ایالاتو ته د مطلوبو کسانو په نوملړ کې و.
احمد وهبه د رضوان د ځواکونو بل قوماندان چې څه د پاسه دوه لسیزې مخکې د دغې ډلې له رامینځته کیدو راهیسې د یادې ډلې په پراختیا کې مهم رول لوبولی و، د عقیل تر څنګ د بیروت په سوېل کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو.
علي کرکي چې د حزبالله د سوېلي محاذ مشري یې کوله او د روانې جګړې مهار او لارښوونه یې کوله، هم د نصرالله تر څنګ ووژل شو.
محمد سرور د حزبالله د ډرون قطعې مشر یو بل وژل شوی قوماندان دی چې په وروستیو جګړو کې د حزبالله له لوري د بې پیلوټه الوتکو د کارولو له امله په دې ډله کې مهم ځای درلود.
ابراهیم قبایسي، د حزبالله د توغندیو د څانګې مشر، چې د اسراییل پوځ وايي، په ۲۰۰۰ کې د شمالي پولې په اوږدو کې د درېیو اسراییلي عسکرو د تښتولو او وژنې پلان جوړ او عملي کړی و، په دې اونۍ کې د وژل شویو اوو تنو په ډله کې وروستی هغه و.
خو د حزبالله لپاره له دې خونړۍ اونۍ څو میاشتې مخکې اسراییل په مهمو عملیاتو کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو څو ساعته مخکې د حزبالله تر ټولو مهم پوځي قوماندان فواد شیکر چې له کلونو راهیسې متحده ایالاتو ته مطلوب و، په نښه کړ.
په همدې حال کې د رضوان د روزنیزې قطعې قوماندان ابو حسن سمیر، د رضوان د ډلې یو جګپوړی قوماندان ویسام طویل، د ناصر قطعې قوماندان سامي عبدالله او د عزیز قطعې قوماندان محمد ناصر دواړه. د لبنان په سوېل کې د اسراییل د بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.