حماس ویلي، چې د دغې ډلې مشر په لبنان کې د اسراییل په برید کې وژل شوی دی

حماس ویلي، چې په لبنان کې د دغې ډلې مشر فتح شریف ابوالامین د دغه هیواد په سوېل کې د اسراییل په یوه هوايي برید کې وژل شوی. دغې ډلې زیاته کړې، چې په دغه برید کې د شریف ابوالامین د کورنۍ ځینې غړي هم وژل شوي دي.

د حماس د خبرپاڼې له مخې، ابوالامین له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د لبنان په سوېل کې د اسراییل د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.

ابوالامین د غزې له تړانګې بهر د حماس د قوماندې شورا غړی و.