حزبالله د حسن نصرالله د ځای ناستي د ټاکلو په اړه راپورونه رد کړل
د لبنان حزبالله د یوه بیان په خپرولو سره د حسن نصرالله د ځای ناستي د ټاکل کېدو خبر ته غبرګون وښود او ویې ویل چې د ځای ناستي د اعلانولو لپاره باید یوازې د دغې ډلې رسمي خبرپاڼه خپره شي.
تر دې مخکې الحدث رسنۍ خبر ورکړی و، چې د حزبالله د اجرایوي شورا مشر هاشم صفي الدین د دغې ډلې د نوي عمومي مشر په توګه ټاکل شوی.
د حزبالله په خبرپاڼه کې د صفي الدین د نوم له یادولو پرته ویل شوي چې د حزبالله د نوي مشرتابه په توګه وړاندیز شوي ټول نومونه رد شوي دي.