د لبنان د واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتلو د سعودي عربستان ټینګار

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په لبنان کې بدلونونه له «جدي اندیښنو» سره څاري. دغه وزارت زیاته کړه چې ریاض د لبنان د واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو غوښتونکی دی.

سعودی عربستان ټینګار وکړ چې د اوسنیو پیښو د پایلو په وړاندې د لبنان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی .

په دغه بیان کې د حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.