اسراییل د حزب الله د یو بل لوړ پوړي چارواکي د وژل کېدو خبر ورکړ

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا مرستیال نبیل قاووق د شنبې په ورځ په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی. حزب الله تر اوسه د دې خبر په اړه تبصره نه ده کړې او دا هم نه ده څرګنده چې برید چیرته شوی دی.

ایراني رسنیو لیکلي چې نبیل قاووق د حسن نصرالله له نږدې مرستیالانو او د دغه ګوند د جنوبي لبنان د سیمې مشر و، چې د اسراییل پر وړاندې د جګړې په جبهه کې هم حضور درلود.

په وروستیو اوونیو کې د اسراییل پوځ په بریدونو کې د حزب الله څو جګپوړي قوماندانان وژل شوي، چې د دغې ډلې د بنسټ ایښودونکو غړو په ګډون له لسیزو راهیسې پټ وو او حسن نصرالله ته نږدې کسان وو.