شننه؛ د اکټوبر ۱۱ مې ته هیلې او د دوښمن وېرې
هغه لوبه، چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د افغانانو په پراخه جغرافیه کې راپیل شوه، ورو ورو یې د ډیورند د ښکېلاکي کرښې د راکاږلو منطق روښانه کړ. د انگریزي ښکېلاک پانګوالې ټلوالې ته باید دلته د خپلو سیالانو د ویرولو لپاره د جهل و جنګ و مغزمینځنې یوه جغرافیا جوړه شوې وای.
دغه جغرافیه د سړې جګړې او تر سړې جګړې روسته د لویو پانګوالو ځواکونو د سیالۍ او رقابت په ډګر واړول شوه. د انګریز، امریکا، روس، چین، اروپا، ایران و عربو او د هغو سیمهییزو انډیوالانو دلته افراطي ډلې وکرلې او د شپېتو زرو مدرسو او معهدونو په جوړولو یې دا جغرافیا د ایډیولوژیکو بمونو په لویه کارخانه بدله کړه.
د لویې خواشینۍ ځای دا و، چې پښتونمېشتی وطن د دې لویې توطئې په مرکز کې راغی او په ټس کې یې لکونو پښتنو خپل سرونه وخوړل.
د دې غمیزې اصلي اړخ دا و، چې پښتنو او په مجموع کې افغانانو د پردیو په دې سیالیو کې په پردیو ټوپکو یو بل تکفیر او ووژل.
یو پښتون غازي شو، بل شهید.
د ډیورند کرښه ځکه راکاږل شوې وه، چې یو خو په سیمه کې افغان د یوه لوی ملت په حیث سره وویشي او کمزوری یې کړي، ځکه له کمي و کیفي پلوه دا لوی ملت که روښانه، ویښ، شعوري او سره یولاس وای، بیا خو یې د ښکېلاک پېچلې استخباراتي لوبې دلته نه پرېښودې او د ښکېلاک سیمهییز ځري یې هم پرخپل ځای کېنول.
پاچاخان ښايي لومړنی افغان مشر و، چې د دې لوبې په سروبر پوه شوی و او په دې اړه سپین سپین غږېده. د سړې جګړې پرمهال یې وار وار دا خبره کوله، چې جګړه پردۍ ده، جنګ د روس او امریکا دی او وژل کیږي، پهکې افغانان. پاچاخان تر دې هم یوګام وړاندې کېښود؛ د دې رنځ دارو يې هم معرفي کړل، د ټولو افغانانو یووالی، ویښتیا، روښانتیا، د مورنۍ ژبې و فرهنګ ساتل، ښځو ته حق ورکول، ښوونځي و پوهنځي پرانیستل او د پښتنو مدني کول، له خپلو سرچینو یې خبرول او په خپل برخلیک یې حاکمول.
تر پاچا خان روسته نور ملتپال ورو - ورو له خپل ملي تګلوري پردي کړای شول، د قدرت او څوکیو په ټس کې ورو ورو پاکیستانیان کېدل. پاکستاني پوځي واکمنۍ چې دا چاره ولیدله، نو له لویو پانګوالو ښکېلاکي قدرتونو سره یې انډېوالي پخه کړه.
د خپل ستراتيژیک عمق او وړاندې راتلونکي سیاست (Forward Policy) په لړ کې یې د څښنده نیواک ( اشغال خزنده) راپیلولو په پار یې د پښتنو پرزمکه د افراطي پوځي ډلو د روزلو او هستوګنې ځالې جوړې کړې او په دې توګه د پښتنو خاوره د نړیوالو ترهګرو په جنت واوښته.
په تېرو شاوخوا پینځه څلویښتو کلونو کې پښتانه له لاندې تېریو سره مخامخ ول:
- د بشري پانګې له منځه وړل:
- په دې سیمو کې استخباراتي مدرسې دومره ډېرې جوړې شوې، چې ښوونځي و پوهنځي یې له خلکو هېر کړل. د پښتانه بچیان وو او د افراطي کېدلو په کارخانو کې د دوی د مغزو مینځل. د پښتنو بچیانو ته ټوپک او ځانمرګي واسکټونه ورکړل شول او د دوی په افراطي کولو، بېسواده ساتلو او متشدد کولو یې د دوی بشري پانګه له منځه یووړه.
- د طبیعي پانګې او سرچینو غلا:
- د پښتنو سیمه له کاني پلوه بډایه سیمه ده، پریمانه روانې خوږې اوبه، اینرژي، کاني توکي، کرنیزمحصولات او نور یې د پنجاب له خوا په وړیا توګه وړل کېدل او په بدل کې یې دوی ته یوازې ټوپک او باروت راوړل.
- د پښتو ژبې او پښتني فرهنګ مسخ و له منځه وړل:
- په پښتني سیمو کې ښوونځي و پوهنځي نه وو، که وو هم مورنۍ ژبه پښتو په کې نه وه، په مهندسي شوې بڼه په دغو سیمو کې د پښتو ژبې و فرهنګ د له منځه وړلو هڅه راپیل شوې وه، چې ځای یې اردو او انګریزي ژبو ته ورکول کېده او په مدرسو او معهدونو کې عربي ژبه هم پرې سرباری وه.
- ترور، وېرول او پوځي کول:
- د پښتنو ګڼ ملتپال، باسواده، مخور، متنفذ او اغېزناک شخصیتونه وژل کېدل یا اغوا کېدل، «اغوا برای تاوان» د پښتني سیمې لپاره یوه اشنا اصطلاح وه. په فاټا کې د FCR ظالمانه قوانینو په زوره د جرایمو زیاتېدو ته لاره هواروله. د جرمي اقتصاد وده، قاچاق، تقلب او د مخدره توکو کاروبار پښتانه هره ورځ له یوه قانونمند مدني ژوند څخه لرې کول.
په تېرو شلو کلونو کې چې پاکیستان د ترهګرۍ په ضد د تش په نامه جګړې سیمهییزه ټېکه ترلاسه کړه، نو لویدیزو انډیوالانو ته یې په غوږ کې وروڅڅول، چې پښتانه یعنې ترهګر! په دې توګه یې له امریکایانو او ناټو څخه وسلې او پیسې ترلاسه کولې او په بدل کې یې پښتانه پرې وژل او د پښتنو کورونه و بازارونه یې ورانول. دا وژل، ورکول او کډوال کول دومره زیات شول، چې نور نو د ولس حوصله تنګه شوه، چاړه هډوکي ته ورسېده او د یوه ولسي غبرګون په توګه د پښتونژغورنې غورځنګ رامنځ ته شو.
پښتونژغورنې غورځنګ ډېر ژر د پاکستاني استبلېشمینټ شا ولړزوله او وار و پار یې ترې خطا کړل. پوځ د غورځګ څه ځوان مشران او اغېزناک شخصیتونه په نښه کړل او یو یو یې ووژل.
علي وزیر یې میاشتې و کلونه د تورو تنبو شاته زنځیر و زولانه کړ او د مشر منظور پښتین له نیولو او زنداني کولو ها خوا یې د هغه هر قدم ته تیږې و ډبرې وغورځولې. د غورځنګ په تېر شاوخوا شپږ اووه کلن مزل کې پاکستاني پوځ هرې دسیسې او خونړۍ حملې ته لاس وغځواه چې دغه د ولس له منځه راپورته شوی غورځنګ له پښو وغورځوي. په وروستي اقدام کې یې د دغه غورځنګ یو انقلابي مبارز او شاعر ګیلهمن وزیر چې په روستیو کلونو کې د پښتنو د ملي مبارزې د ژبې او وینا په سېمبول بدل شوی و، په ظالمانه بڼه وواژه.
د ګیلهمن وژلو ولس سخت وقهراوه او ولسي توپان یې په غبرګون کې په څپو څپو راووت. دا مهال منظور پښتین په ټول ولس غږ وکړ، چې خپلې ګډې روستۍ پرېکړې ته چمتو شي.
د پښتونژغورنې غورځنګ مشر د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۱ مه نېټه د یوې ولسي – ملي جرګې د جوړېدا اعلان وکړ، چې په هغې کې به ولس خپله برخلیکټاکونکې پرېکړه کوي. په دې ورځ به د ټول پښتون ټبر مشران او استازي په خیبر کې راټولیږي او په دې به خبرې کوي، چې څنګه د دوښمن دغې پېچلې استخباراتي لوبې ته د پای ټکی کېږدي؟
څنګه د خپلو ځوانانو د وینو د رودونو دبهېدا مخه نیولای شي او څنګه خپلې سرچینې، هویت، ژبه او فرهنګ له ورکاوي ژغورلای شي؟ څنګه د خپلې خاورې خپل وطن اختیار په خپل لاس کې اخیستلای شي؟ او څنګه د افغاني خاورې د پنجابي کولو مخنیوی کولای شي؟
د منظور پښتین دغه غږ ته لرو برو افغانانو په ولولو هرکلی ووایه او له هرې خوا څخه د اکتوبر د ۱۱ مې غونډې ته چمتووالي پیل شول.
منظور پښتین هرې تپې و خېل و ټبر ته خپل سفرونه پیل کړل، له ملتپالو مشرانو سره یې وکتل او هرچا ته یې د ګډون اړتیا او بلنه وویله. ځینو د ولس خواخوږیو ملتپالو یې ملګرتیا وکړه، ځينې پاکیستاني شویو تش په نامه ملتپالو یې مخالفت وکړ او په زغرده یې ورته وویل، چې موږ پاکستانیان یو او ستا اجندا افغاني ده، موږ دې ملګرتیا نه کوو.د پښتونژغورنې غورځنګ مشرانو چې د ملت پراخ هرکلی او ملاتړ ولید، ستړي نهشول او شپه و ورځ یې په ځان یوه کړه، چې دا غونډه هغسې چې دوی پتیېلې ده، جوړه شي او د پښتانه د خپلواکۍ پرېکړه له ځانه سره ولري.
دوښمن چې له غونډې ډېر وېرېدلی دی، هم کرار ناست نه دی او له هرې لارې څخه یې مخنیوي ته دسیسې جوړوي.
تر ګیلهمن روسته یې هم د پښتونژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر اغېزناک او ځوان ملګري ووژل او وویرول. د بدو او ښو طالبانو جګړې یې زیاتې کړې، هلته و دلته یې بمونه وچول، پر ډیورند کرښه يې تیري وکړل او سیمه یې بیا په کلکه پوځي کړه. د قومونو تر منځ یې بدیو جوړولو ته ملا وتړله او هرځای کې چې د شیعه و سني پښتنو ترمنځ شخړه جوړېدلای شوه هلته یې د وینو بهولو لپاره خپل شیطاني لښکر فعال کړ.
د « عزم استحکام» عملیاتو لپاره یې د پښتنو په سیمو پوځي لښکر راخوشې کړ، چې د ولس له کلک مقاومت سره مخ شو. په بنو، لکي مروت او ګڼو نورو سیمو کې ځايي پولیسو د ولس ملاتړ پیل کړ، پوځ یې له خپلو سیمو وشاړه او خپلو دریشیو (یونیفورم) ته یې اور واچاوه.
خو پوځ کرار نه شو، خپلو مرموزو قتلونو او ترور ته یې دوام ورکړ او د پښتنو ترمنځ یې کور په کور د بدیو جوړولو ته ملا وتړله. تش په نامه ملتپال یې وهڅول او د دوی له کمزوریو په ګټنه یې اړ کړل، چې د پښتنو د راټولېدلو مخنیوی وکړي. علي وزیر یې بیا ونیوه او سره له دې چې محکمې یې د بېګناهۍ او خوشې کولو صریح حکم ورکړی دی، خو د پوځ استخباراتي څانګو پرته له هېڅرزا قانوني لاسونده ورک او زنداني ساتلی دی. علي وزیر د پراخ ولسي ملاتړ و نفوذ خاوند ملي شخصیت دی، چې پنجابي پوځ يې له ازاد فعالیت څخه ډېر زیات ویریږي.
تردې ورهاخوا یې په کورمه کې یوځل بیا د شیعه او سُني پښتنو تر منځ د جګړې بټۍ توده کړه او دا ځل یې د دوی تر منځ داسې شیطاني دسیسه تېره کړه، چې دواړه لوري مورچلونو ته سره ولویدل او یو د بل په ضد یې د مرګونو فتواوې ورکړې. د سیمې خلک وايي، چې دوی نه پوهیږي څوک او ولې د وروڼو په شان شیعه او سُني پښتنو ترمنځ جګړه پېښوي؟
او بیا ګورو چې له ناڅرګندو سرچینو څخه دواړه لوریو ته درنې او سپکې وسلې ورکول کیږي.
په دې سیمه کې چې خلک وږي دي او د سبا و بېګاه نه لري، هلته چې نه ښوونځي شته نه روغتون و سړک و د څښلو اوبه او نور خدمات، هلته دومره پرېمانه وسله له کومه کیږي؟
اوس خو خبره دې ته رارسېدلې ده، چې په سیمه کې لوی توغندي او ویجاړوونکې وسلې دواړو لوریو ته ورکړل شوي دي. همدا څو ورځې مخکې د صدې په بازار داسې درانه توغندي وورول شول، چې په سیمه کې یې پخوا ساری لیدل شوی نه و.
توغندیو د صدې بازار ړنګ او په وینو ولاړه. همدا تېره ورځ په میرعلي بازار کې بیا اورنۍ وسلې وکارېدې، نیمایي میرعلي بازار یې د اور خوراک کړ. په میرعلي ګنج کې انسانان او غواګانې ژوندۍ ژوندۍ وسیزل شوې او د وحشت و دهشت یوه خونړۍ منظره یې جوړه کړه. پوځ دغه ټول بازار یوازې د یوه وسلوال په لټون پسې ویجاړ کړ. تېر ماښام د جنوبي وزیرستان په یوه جومات د ډرون برید وشو او ګڼ لمونځکوونکي یې په خپلو وینو کې ولړل.
لویه ستونزه دا ده، چې په سیمه کې رسنۍ تقریباً نهشته، انترنیت او تیلیفونونه سم کار نه کوي او هرڅه د پوځ له خوا سانسوریږي. له سیمې رارسېدلي پېښلیدونه څرګندوي، چې هره ورځ په وړو او غټو کلیو او ښارګوټیو کې څو څو کسان ترور کیږي، هیڅوک نه پوهیږي، چې دا وژنې څوک او ولې کوي؟ یو شمېر کلي او ښارګوټي ډلهییزې کډوالۍ ته اړ کیږي او په لوی لاس سیمې د ترهګرو ځای په ځای کېدا ته تشیږي. که څوک نه وځي وژني یې.
که ولس پرېکړه وکړي، چې سره یو لاس به پاتې کیږي، نو هغه څه پرې راځي لکه په صدې او میرعلي بازارونو چې راغلل.
د دوښمن هراړخیزه هڅه روانه ده، چې د اکتوبر د ۱۱ مې نېټې جرګه له خنډو ځنډ سره مخامخ کړي، مزاحمت یې وکړي، د جوړېدا مخه یې ونیسي او یا یې هم پرېکړې سبوتاژ او منحرفې کړي. پوځ د دې غونډې په درشل کې حتی خپل تشکیلات بدل کړل، ترهرڅه وړاندې یې د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی اصف درانی له کاره ګوښه کړ، تر دې روسته یې د پاکیستان د استخباراتي سازمان (آی. اس. آی) مشر جنرال ندیم انجم ګوښه او پرځای یې جنرال عاصم ملک وټاکه، چې په وزیرستان او بلوچستان کې د پوځي چارواکۍ تجربه لري.
دغه جنرال عاصم ملک په انګلستان او امریکا کې زدکړې کړي او په دوو ناکرارو سیمو پښتونخوا او بلوچستان کې د خلکو د ځپلو تجربه لري.
د اکتوبر ۱۱مه ورځ تربلې رانږدې کيږي، د ولس ورته تمې او هیلې زیاتیږي او د دوښمنانو ورڅخه ویره او وحشت اضافه کیږي. په داسې حال کې چې ملت یې پرته له ملاتړه بل څه کړلای نهشي، خو دوښمن په باروتو، وسلو او وحشت و ترور غواړي د دغې تاریخي راټولېدنې مخه ډب کړي. وبه لیدل شي، چې په راروانو دوه اونیو کې نور څه پېښيږي؟ خو هغه څه چې له ورایه څرګنده ده، د افغان لوی ولس ویښتیا او روښانتیا ده، چې ښايي دا ځل د خپل برخلیک د ټاکنې لپاره سره یو لاس راپورته شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.