د اکټوبر ۱۱ مه؛ د منظور داعیه پیغمبري ده!

منظور وایي، خپل قوم او ولس راویښوي، د غلامۍ هغه ځنځیرونه ماتوي چې د دوی غاړې ته د وخت جبر ور اچولي دي، په خپله خاوره او خپلو وسایلو خپل اختیار غواړي، په خپله خدای ورکړې ځمکه د خپل هویت، حیثیت او وقار غوښتنه کوي.