العربیه: د حسن نصرالله د جنازې مراسم د دوشنبې په ورځ ترسره کېږي
العربیه خبري شبکې د یوې معتبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله د جنازې مراسم د دوشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) کېږي. د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د جمعې په ورځ یې د یوه هوایي برید په پایله کې د حزب مشر او یو شمېر نور غړي وژلي دي.
نن بیا د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د حسن نصرالله مړی د خاورو له لاندې و اېستل شو.
د نوموړي د وژلو په غبرګون کې یو شمېر اسلامي هېوادونو عمومي ماتم اعلان کړ او دغه راز یې د نصرالله وژنه بزدلانه او لویه ضایعه وبلله.
د لبنان دولت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اسراییل په یوه شپه او ورځ کې ۲۱۶ هوایي بریدونه پر دې هېواد کړي دي
د اسراییل پوځ د حسن نصرالله له په نښه کولو وروسته ټینګار کړی، چې د دغې ډلې غړي د ملکي کسانو په منځ کې پټ شوي دي او د لبنان د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.