حزب الله د خپل مشر وژل کېدل تایید کړل

د لبنان حزب الله ډله وايي، د دوی مشر حسن نصرالله وژل شوی دی. تر دې مخکې د اسراییل پوځ وویل، چې حسن نصرالله یې پرون د لبنان د پلازمېنې بېروت په څنډه کې وژلی دی.

د اسراییل پوځ وايي، دې ډلې مرکزي غونډه درلوده چې مشر او نور غړي یې په نښه شول.