اسراییل پوځ: د حزب الله د پوځي قومندې شبکه مو له منځه وړې ده
د اسراییل پوځ ویلي، چې له یو کس پرته د حزب الله ډلې ټول لوړپوړي قوماندانان وژل شوي دي. د اسراییل د پوځ په وینا، یوازې د حزب الله د بدر د څانګې قوماندان ابو علي رضا لا هم ژوندی دی.
د اسراییل د پوځ فارسي څانګې دغه انځور په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپور کړی او لیکلي یې دي: «د اسراییل پوځ د حزب الله پوځي رهبري د دغه ترهګریز سازمان لپاره په یوې بې ساري ضربه کې له منځه یوړه»