د پخوانۍ ولسي جرګې د وکیل کورنۍ: شاپور حسنزوی طالبانو بې‌ جرمه زنداني کړی دی

د ولسي جرګې د پخواني وکیل کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ننګرهار لپاره د طالبانو د محکمې رییس پرون شاپور حسنزوی «بې جرمه» زنداني کړی دی. د ښاغلي حسنزوی کورنۍ زیاتوي، د طالبانو د ننګرهار د ولایتي محکمې او د کورنیو چارو وزارت د خپلمنځي اختلافاتو له امله نوموړی نیول شوی.

د شاپور حسنزوی کورنۍ نن «د تلې ۶مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانود کورنیو چارو وزارت مرستیال، شاپور حسنزوی ته په ننګرهار کې د یو کور په حقوقي موضوع کې مکتوب ورکړی و.

د دوی په وینا، شاپور حسنزوی پرون د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مکتوب د ننګرهار امنیه قومندانۍ ته وړی او قومندانۍ هم د خپلو پولیسو په مرسته کور ورته خالی کړی و.

د وکیل شاپور حسنزوی د کورنۍ غړی زیاتوي، « د کور له خالي کېدو وروسته د طالبانو د ننګرهار محکمې رییس نوموړی خپل دفتر ته ور غوښتی او له هغه ځای یې پرته له کوم جرمه محبس ته لېږلی دی.»

د وکیل کورنۍ همدراز وايي، د طالبانو د ننګرهار د محکمې رییس عبدالشکور، شاپور حسنزوی ته ویلي، تاسې باید د کور د حقوقي موضوع په اړه د کورنیو چارو وزارت پرځای محکمې ته عریضه کړې وای.

د طالبانو د ننګرهار د محکمې رییس په خبره، د کورنیو چارو وزارت دا حق نه لری، چې ښاغلي حسنزوی ته په حقوقي موضوع کې مکتوب ور کړي.

خو له دې سره د شاپور حسنزوی کورنۍ وايي، نوموړی د طالبانو د داخلي اداري کشمکش او کډوډیو قرباني شوی.

د شاپور حسنزوی کورنۍ له طالبانو غواړي چې نوموړی له بنده ازاد کړي.

شاپور حسنزوی د طالبانو د واک په لومړیو ورځو کې کابل کې حضور درلود، خو بیا څه موده وروسته بهر ته لاړ.

له څه مودې کډوالۍ وروسته بیا د طالبانو د شخصیتونو د تماس کمېسون له لارې هېواد ته رستون شو.

شاپور حسنزوی د افغانستان د داخلي رسنیو په سیاسي بحثونو کې کډون کوي او نور افغانان هم هڅوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ولاړ شي.

هغه په خپلو ټولنیزو شبکو کې طالبانو حکومت ته په پراخه کچه کمپاین کاو او ویل به یې چې افغانستان کې امن راغلی دی، خو کله به یې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار له امله پر دې ډله نیوکه هم کوله.

هغه به خپلو شبکو کې د یو کور حقوقي موضوع ته هم اشاره کوله او ظاهر ناراضه معلومېد، چې د طالبانو په محاکمو کې کارونه نه کیږي.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د پخواني وکیل شاپور حسنزوی د زنداني کېدو په اړه څه نه دي ویلي.