د ارغواني شنبو غورځنګ: نړۍ باید په عملي کړنو افغانستان کې د ښځو له حقونو سرغړونې بندې کړي
د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې په تېرو درېیو کالو کې په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د ښځو له حقونو څخه په سیستماتیک ډول پراخې سرغړونې د بشري حقونو د نه پاملرنې یوه تر ټولو ښکاره بېلګه ده.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نړۍوالې ټولنې له ناکافي غبرګونونو څخه په پوره درک سره دغې ډلې په پرله پسې توګه د بشري حقونو له بنسټیزو ارزښتونو څخه سرغړونه کړې؛ خو دوی یوازې له لفظي ګواښونو او بې ګټې غوښتنو سره مخامخ شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي:« اوس چې د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ په څېر هېوادونو د طالبانو ډله نړۍوالې محکمې ته د راښکلو غوښتنه کړې او هغوی ته یې د خپلو جنایتونو د ځواب ویلو ګواښ کړی، که څه هم چې دا یو مثبت اقدام دی؛ خو یوازې ګواښونه کافي نه دي. نړۍ باید وښيي چې د بې کفایتۍ پړاو پای ته رسېدلی.»
خبرپاڼه زیاتوي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړۍواله ټولنه د عملي او اغېزناکو ګامونو په پورته کولو سره بشري حقونو ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.
خبرپاڼې پر ټولو دولتونو، نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو پر بنسټونو غږ کړی، چې د ښځو او بشریت پر وړاندې د طالبانو د جنایتونو د حساب ورکولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، نړۍوالو محکمو ته د طالبانو راکاږل د هغو اړینو اقداماتو په لړ کې یوازینی ګام دی چې باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د پرله پسې سرغړونو د مخنیوي لپاره ترسره شي.