طالبان: له ایران او پاکستان څخه له درې نیم سوه زیاتې افغانۍ کورنۍ راستنې شوې
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي، هېواد ته راستنې کړل شوې کډوالې کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات د اسلام کلا له لارو ستنې کړل شوې دي.
له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام، د چهار شنبې په ورځ ۳۵۸ کډوالې کورنۍ راستنې کړل شوې دي.
باختر اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې ۴۰ کورنۍ د تورخم، ۴۲ د کندهار، ۱۱۸ د ورېښمو د پله او ۱۵۸ کورنۍ د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.
ویل کېږي، چې د تازه راستنو کړل شویو یو شمېر اړمنو کورنیو سره د کډوالو وزارت له لوري مرسته شوې او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.
ایران او پاکستان افغان کډوال په زور افغانستان ته ستنوي.
افغانستان ته تازه راستنېدونکې بیا په هېواد کې د کاري فرصتونو د نشتوالي امله له ستونزو سره مخامخ دي.
په پاکستان او ایران کې مېشت افغان کډوال د یادو هېوادونو د امنیتي ځواکونو او خلکو له چلن څخه شکایت کوي؛ خو لا هم طالبان په دې نه دې توانیدلي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو له حقونو دفاع وکړي.