د فوټسال نړۍوال جام؛ د افغانستان ملي لوبډله نن ماښام د پاراګوای په وړاندې لوبېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن ماښام د پاراګوای فوټسال ملي لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه اوکراین ته بایللې وه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن چهار شنبه د (وږي ۴مه) ماښام مهال د افغانستان پر وخت اووه نیمې بجې د پاراګوای د فوټسال ملي لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د افغان لوبډلې لپاره له پاراګوای څخه د ننۍ لوبې ګټل خورا ارزښتناکه ده.
که افغان لوبډله ننۍ لوبه وګټي، د فوټسال نړۍوال جام اته غوره لوبډلو پړاو ته به وړاندې تګ وکړي او که ننۍ لوبه وبایلي په نړۍوال جام کې د وړاندې تګ لپاره بل چانس نه لري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، له پاراګوای سره د نن ماښام لوبې په اړه یې تېره ورځ ناسته کړې.
د فوټبال فدراسیون ویلي، چې دغه ناسته یې د لوبو د اصولو او د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې د جامو د رنګ په اړه ترسره کړې ده.
افغان لوبډلې په ګروپي لوبو کې انګولا ته ماتې ورکړه؛ خو اوکراین او ارجنټاین ته یې لوبې وبایللې.