افغان لوبغاړې ارزو احمدي په لاهور ښار کې له خپلې پاکستانۍ سیالۍ سره لوبه کوي
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړې ارزو احمدي په لاهور کې د پاکستان د مهام بېګ پر وړاندې د ازادو سیالیو قفس ته ننوځي. دا سیالي به د پاکستان د ازادو سیالیو «سوپر فایټ» درېیم پړاو کې ترسره کېږي.
۱۸ کلنه ارزو احمدي د افغانستان د «اېم اېم اې» او جوجیسټو په سیالیو کې څلور لوبې ترسره کړې، چې درې یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.
ارزو احمدي تر دې وړاندې په بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د اتلولۍ د کمربند په ترلاسه کولو هم توانیدلې ده.
د اغلې احمدي سیاله مهام بېګ ۲۴کلنه ده او د پاکستان د «اېم اېم اې» په پنځو سیالیو کې یې څلور بریاوې تر لاسه کړې او یوه لوبه یې بایللې ده.
د ارزو او مهام بېګ لوبه به د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۱۵مه) نېټه په ۵۲ کیلو ګرامه وزن کې په درې، درې دقیقیې برخو کې ترسره کېږي.