ملالې یوسفزۍ له ټروډو څخه په افغانستان کې د جنسیتي توپير په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5c04acc3ea7cdbe434347186b8c395995dfbd204-1243x715.jpg?rect=0,9,1243,699&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د کاناډا له لومړي وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو د جنسیتي توپیر سیسټم باید د بشریت ضد جرم په توګه وپېژندل شي.
د دوشنبې په ورځ د (تلې ۳مه) ملالې یوسفزۍ په خپلې اېکس پاڼې له جسټن ټروډو سره د هغې د لیدنې ویډیو خپره کړې.
په دې کتنه کې ملالې له افغان ښځو او نجونو سره د نړۍ د مشرانو د پیوستون پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې طالبان باید د خپلو اعمالو حساب ورکړي.
ټروډو وویل، چې ملاله د خپلو ماشومانو په ګډون د نړۍ د مېلیونونو خلکو لپاره الهام دی.
ملالې یوسفزۍ په دې لیدنه کې ټروډو ته په خطاب کې وویل:« زموږ له وروستۍ کتنې وروسته موږ داسې وضعیت ته د رسېدو تمه نه درلوده، چې نجونې دې له زدهکړو راوګرځول شي؛ خو دا په افغانستان کې د نجونو اوسنی واقعیت دی.»
هغې دا هم وویل، غواړي د افغان مېرمنو او نجونو د غوښتنې په اړه خبرې وکړي چې د جنسیتي توپیر د بشریت ضد جرم په توګه وپېژندل شي.
ملالې هیله څرګنده کړه، دوی به وکولای شي چې افغان ښځو ته د امید او پیوستون پیغام ورسوي.