د امریکا او چین په ساړه جنګ کې ګیر پاکستان
په شلمه پیړۍ کې د امریکا او د شوروي اتحاد په ساړه جنګ کې پاکستان په نسبي توګه کم مشکلات لرل، وجه یې دا وه چې پاکستان عین د خپل تاسیس له وخته د امریکا او د بریتانیا سیاسی متحد و.
دغو هیوادونو د نړۍ د نقشې په مخ د یوه نوي هیواد پاکستان په تاسیس کې پر کومک سربېره د پاکستان د مملکت او په خاصه توګه د پاکستان د اردو په جوړولو او مضبوطولو کې کومک کړی و، ځکه چې هغوی د اسلام په نوم جوړ شوی ملک د اسیا په جنوب کې د کمیونزم په ضد مبارزې د لومړۍ کرښې سنګر ګاڼه.
پاکستان هم د ۱۹۵۰په اولو کې د سنټو او سیټو په نوم د شوروي اتحاد په ضد جوړو غربي پوځي معاهدو کې په ګډون سره د خپلو غربي مربیونو هیلې پوره کړې.
وروسته د ۱۹۸۰راهیسې په افغانستان کې د جهاد په نوم جګړې لپاره یې په سیمه کې د غربي زبر ځواکونو د قوي مرکز نقش ولوباوه، خو د پاکستان او د هغه د غربي متحدینو ترمنځه یواځینۍ ستونځه دا وه چې د پاکستان پنجابي واکمنانو غوښتل، له غرب ورکړې وسلې او پوځي تربیت د هند په ضد استفاده وکړي، مګر غرب پاکستان ته د دې کار اجازه نه ورکوله.
خو د چین معامله ډیره بدله ده. پاکستان چین خپل مهم متحد ګڼي، پاکستان کې او په خاصه توګه د دغه هیواد د ټولو نه غټ او کلیدي ایالت پنجاب کې له هند کرکه او دښمني ژورې ریښې لري.
په ۱۹۴۷کې د هند د انشعاب او تجزیې په جریان کې په پنجاب کې ډیرې وینې تویې شوې، ځکه چېپنجاب د مسلمانو او د غیر مسلمانو (سیکانو او هندوانو ) په منځ کېپه جغرافیايي توګه داسې تجزیه شو چې دواړو فریقو په ډیره لویه کچه د یوه او بل وینې تویې کړې.
د پاکستاني اردو جنرالان د هند په ضد احساسات ډیر اړین ګڼي ځکه چې د دغو احساساتو په وسیله هغوی د پاکستان لوی پوځ او غټه بودیجه توجیه کوي، چې د پاکستان په داخل کې د پوځ سیاسي غلبې ته هم لاره هواروي.
په ۱۹۶۲کې چې کله د چین او د هند تر منځه د سرحدي حدودو د ټاکلو شخړه ګرمه شوه او خبره جنګ ته لاړه، نو پاکستان وپتیله چې بالاخره هغه د خپل ځان نه اووه یا اته چنده غټ دښمن هند سره په سیالۍ او دښمنۍ کې په خپله سیمه کې یو غټ متحد ځواک جوړ شي.
چین هم پاکستان سره خپلې اړیکې د خپلو سیاسي او ستراتیجیکو ګټو لپاره اړینې او مفیدې ګڼي.
په ۱۹۷۱کې د امریکا د هغه وخت د خارجه چارو وزیر هنري کسنجر د پاکستان په منځګړتوب له اسلام اباده بیجنګ ته د پټو خبر لپاره پرواز وکړ.
په دغه وخت کې د شوروي اتحاد سره د چین اړیکې ترینګلې وې او امریکا غوښتل چې د چین سره د دوستانه ارتباط د تامین په وسیله د دغه هیواد او شوروي اتحاد ترمنځه فاصلې سیوا کړي. له دغه پرمختګ سره پاکستان ته له امریکا او چین دواړو سره د دوستۍ پاللو کار اسان شو.
د شلمې پیړۍ په وروستۍ برخه او د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې چې کله چین اقتصادی پرمختګ وکړ، نوې تیکنالوجي یې ترلاسه کړه او د پرمختللو وسلو تولید یې پیل کړ، نو د پاکستان او د چین مناسباتو کې ژورتیا راغله، ځکه چین پاکستان ته د وسلو اکمالات پیل کړل، چین له پاکستان سره د اټومي وسلو او د توغندیو د تولید په پروژو کې کومک وکړ.
له چین د ترلاسه شوې تکنالوجۍ په کومک پاکستان خپله د وسلو د تولیدولو او نړۍ ته د صادرولو جوګه شو.
په ۲۰۱۳کې چې کله چین د نړۍ د ټولو برخو سره د تجارتي اړیکو د تامین لپاره د خپلې عظیمې پروژې « کمربند او جاده » ( Belt andRoad)اعلان وکړ، نو د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي کارادور د دې غټې پروژې یوه کلیدي برخه وګرځید.
دغه مهم تجارتي کارادور غربي چین د پاکستان د جنوب غربي صوبې بلوچستان د ګوادر د سمندري بندر سره وصل کوي.
د څه د پاسه شپیتو میلیاردو ډالرو په مصرف جوړیدونکې دغه کارادور د چین لپاره مهمې اقتصادي او ستراتیجیکې موخې لري.
خو عین په دغه وخت د نړۍ تر ټولو قوي زبر ځواک امریکا او د نوي اقتصادي زبرځواک چین تر منځه سیالي ورو ورو په یوه نوي ساړه جنګ بدله شوې ده.
د امریکا او چین د سیالیو ډګر
امریکا او د هغې متحدین په ټوله نړۍ او په خاصه توګه په جنوب شرقي او جنوب غربي اسیا کې د چین د سیاسي او اقتصادي نفوذ د مخنیوي لپاره فعالې ستراتیجۍ پلان کړې دي او ارام سمندر او د هند سمندر هم د دواړو زبرځواکونو د پوځي سیالیو میدانونه وګرځیدل.
له دې پرمختکونو سره پاکستان له شدیدو مشکلاتو سره مخ شو، ځکه د پاکستان واکمنان د دواړو زبر ځواکونو سره خپلې اړیکې حیاتي بولي، خو د امریکا او د چین تر منځه د مخ په ژوریدونکي سیاسی انقطاب له امله پاکستان لپاره د دواړو زبرځواکونو سره په خپلو مناسباتو کې د لازم توازن او تعادل ساتلو کار اوس تقریبا” ناممکن شوی دی.
د مثال په توګه چې کله پاکستان د چین په خواهش په چینايي اسعارو یعنی یوان خارجی تجارت کوي، امریکا دغه کار د ډالر خلاف جنګ ګڼي.
څرګنده ده چې دا کار د امریکا له لوري تریخ عکس العمل لري. په تیرو څو کلونو کې پاکستان د مختلفو بین المللي منابعو نه دومره زیات پورونه اخستي، چې د بیرته ورکولو توان یې نه لري.
پاکستان د مالي ورشکست په غاړه ولاړ دی او د رسميورشکست نه د ځان ژغورلو لپاره د نړیوال مالي صندوق کومک او تضمین ته سخته اړتیا لري، خو دا کار د امریکا د پشتیبانۍ نه بغیر نه شی کیدلی.
د امریکا ملاتړ تر لاسولو شرط له چین سره د اقتصادي کارادور کار ودرول او د ګوادر بندر نه د چین لرې ساتل دي.
بلې غاړې ته چین په دې خبره د پاکستان نه ډیر خپګان څرګند کړی چې هغه په خپله خاوره د چینايي انجنیرانو او نور کارکوونکو د ترورستي بریدونو نه په ژغورلو کې پاتې راغلی او د کارادور جوړولو کار له پلان سره سم په مخ نه ځي.
که څه هم د امریکا او د پاکستان مناسبات د پخوا غوندې تاوده نه دي. په خاصه توګه په ۲۰۲۱کې د افغانستان د خپلو پوځي قواوو د ایستلو نه پس امریکا اوس د پاکستان د خاورې نه استفادې ته زیاته اړتیا نه لري.
له دې سره امریکا اوس هم غواړي چې په سیمه کې د چین او روس د نفوذ د خوریدو د مخه نیولو په کار کې خپل زوړ متحد د ځان سره وساتي.
خو بل خوا ته چین هم له پاکستان سره په خپله دوستۍ حساب کوي.
د پاکستان حاکمه اشرافیه پر زبر ځواکونو د زیاتې اتکا داسې عادت لري لکه چې د انګور ځیله یې په نورو ونو بوټو لري.
دغه عامل د پاکستان د اوسني هر اړخیز بحران او بې ثباتۍ په ژورولو کې مهم نقش لوبولی دی.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.