د افغانستان فوټبال له شلو کالو کم عمره ملي لوبډله سبا د سعودي عربستان په وړاندې لوبه کوي

د افغانستان فوټبال له شلو کلنو کم عمره ملي لوبډله د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې سبا د سعودي عربستان د فوټبال له شلو کلنو کم عمره ملي لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

اسیا جام د غوراوي سیالیو په لړ کې افغانستان تېره ورځ اسټرالیا له شلو کلنو کم عمره ملي لوبډلې په وړاندې ۰ ـ ۲ خپله دویمه لوبه بایلله.
د افغانستان د فوټبال له شل کلنو کم عمره ملي لوبډلې روزونکی محمد یوسف مهندس زاده له اسټرالیا څخه تر ماتې خوړلو وروسته وویل، چې لوبه یې د یوه لوبغاړي د تېروتنې له امله بایلوده.
نوموړی وايي، چې له سعودي عربستان سره به په راتلونکي لوبه کې د تېرو لوبو ټولې تېروتنې اصلاح کړي.
د افغانستان د فوټبال له شلو کلنو کم عمره ملي لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه ۱ـ۰ د مکاو هېواد له ملي لوبډلې وګټله.
د افغانستان د فوټبال له شلو کلنو کم عمره ملي لوبډله د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه سبا د کوربه سعودي عربستان د ملي لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.
دغه سیالۍ (د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه) پیل شوې او د تلې میاشتې تر اتمې نېټې به دوام وکړي.
د اسیا جام غوراوي سیالیو په لومړي پړاو کې افغانستان له سعودي عربستان، فلسطین، اسټرالیا او مکاو سره لوبېږي.