طالبان وايي، ۳۵۵ افغانې کورنۍ په یوه ورځ له ایران او پاکستانه اېستل شوې دي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي، چې له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه په یوه ورځ ۳۵۵ افغانې کورنۍ په زور راشړل شوې دی.

د باختر اژانس په خبر کې راغلي، چې په دغو کورنیو کې ۹۱ یې له پاکستان او ۲۶۴ نورې یې له ایرانه راستنې کړای شوې دي.
باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ د (وږي په ۳۱مه) لیکلي، چې دغه کورنۍ د جمعې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمین پله او اسلام کلا له لارې افغانستان ته راغلي دي.
له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو زور اخیستی، هغه شمېرې چې د طالبانو د کډوالو وزارت له‌خوا خپرې شوې، ښيي چې هره ورځ لږ تر لږه د زرو کسانو په شاوخوا کې کډوال له دغو دوو هېوادونو را اېستل کېږي.
باختر اژانس د سې شنبې په ورځ د (وږي په ۲۷مه) هم له ایران او باکستانه د ۲۹۱ کورنیو د اېستلو خبر ورکړی و.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم د یکشنبې په ورځ د (وږي په ۲۵مه) ویلي و، چې یوازې د یوې اوونۍ په ترڅ کې له دغو دوو هېوادونو څخه ۷۱ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
دغه سازمان ویلي و، چې د ستنو شویو افغانانو ۵۷ سلنه له ایرانه اېستل شوي چې ۳۷ سلنه یې په خپله خوښه افغانستان ته تللي وو.

نور خبرونه

رادیو