په غزني کې د ۱۸۰ لوبغاړو په ګډون د ټکواندو سیالیو درېیم پړاو پیل شو

۱۰ ساعتونه مخکې

د ټکواندو د ازادو سیالیو درېیم پړاو د ۱۸۰ لوبغاړو په ګډون وړمه ورځ (د وږي په ۲۹مه) د غزني په ښار کې پیل شو.

د ټکواندو ورزش لوبغاړي وايي، چې دغه سیالۍ د بېلابېلو ولایتونو د ځوانانو تر منځ د دوستانه اړیکو او د لوبغاړو د مهارتونو د زیاتولو په موخه پیل شوې دي

د ټکوانډو لوبغاړي وايي، چې دغه شان سیالۍ کولای شي چې د دوی د تجربو په زیاتولو او د نویو لوبغاړو د هڅونې لپاره ګټورې ثابتې شي.
په دغو سیالیو کې د غزني، هرات، بلخ، کندز، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، فراه، پروان، تخار، جوزجان، کندهار، ننګرهار او بغلان لوبغاړي برخه لري او د عمرونو له پلوه په بېلابېلو برخو کې د یو بل پر وړاندې سیالي کوي.

نور خبرونه

رادیو