پاکستان وایي، د کرېکټ نړيواله شورا د ۲۰۲۵ کال نړیوال جام لپاره د دوی له تياري ډاډه شوه

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ نړیوالې شورا يو پلاوی ډاډمن شوی چې په دغه هېواد کې د ۲۰۲۵ نړیوال جام لپاره ښه تیاری روان دی.

د کرېکټ اتلولۍ جام د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ مياشتې په ۱۹ د پاکستان په کوربتوب پيليږي.

د پاکستان رسنيو خبر ورکړی، چې د کرېکټ نړيوالې شورا یو پلاوی اسلام اباد ته تللی او د دې هېواد د کرېکټ بورډ له مشر محسن نقوي سره یې د ۲۰۲۵ اتلولۍ جام پر تیاريو خبرې کړې دي.

په دې ليدونو کې د کراچۍ، راولپنډۍ او لاهور د لوبغالو پر عصري جوړېدو، امنيتي مسايلو او د لوبو پر ښه تر سره کېدو هم خبرې شوې دي.

په ليدنه کې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر هم ډاډ ور کړی، چې د دې لوبو لپاره به بشپړ تیاری ونیسي او په ښه ډول به تر سره شي.

په دې سياليو کې افغانستان، هند، پاکستان، بنګله‌دېش، انګلینډ، استراليا، نيوزيلينډ او سویلي افریقا لوبډلې برخه لري.

د کرېکټ اتلولۍ جام وروستۍ سیالۍ په ۲۰۱۷ کال په انګلينډ کې شوې وې، چې پايلوبه کې يې پاکستان هند ته ماتې ورکړې وه.

دغه سيالۍ په پنځوس اوره بڼه کیږي.

نور خبرونه

رادیو