اوکراین د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ته ۴ - ۱ ماتې ورکړه

۵ ساعتونه مخکې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د نړۍوال جام لوبو د درېیمې ډلې په درېیمه او وروستۍ لوبه کې د اوکراین پروړاندې ۱ - ۴ ماته وخوړه.
د اوکراین لوبډله د دې لوبې په لومړۍ او دویمه برخه کې ښه وځلېده او له شته فرصتونو څخه یې په ښې استفادې سره لوبه وګټله.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په دې پایلې سره په خپل ګروپ کې دوه ماتې او یوه بریا تجربه کړه.
د یادولو ده، دغه لوبې چې د ازبکستان په کوربتوب ترسره شوي دي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې انګولا ته ماتې ورکړه او دویمه لوبه یې ارجنټاین ته وبایلله.
د یادې ډلې په بله لوبه کې ارجنټاین ۵ - ۹ انګولا ته ماتې ورکړه او د پوره ۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره یې راتلونکي پړاو ته لار پیدا کړه.
د اوکراین ټیم هم شپږ امتیازونه ترلاسه کړي دي او راتلونکي پړاو ته یې لار پیدا کړه.
افغانستان یوازې درې امتیازونه ترلاسه کړل او د افغانستان د ګولو اوسط چې مثبت یو و، اوس منفي دوو ته ښکته شوی دی.
د مجید مرتضایي زده کوونکي راتلونکي پړاو ته د لار موندنې لپاره، باید د پنځم او شپږم ډلو لوبو ته په تمه وي، چې سبا ته تر سره کېږي.

نور خبرونه

رادیو