‏د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان سبا د اوکراین پر وړاندې لوبېږي

۹ ساعتونه مخکې

‏د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام سیالیو پر دوام، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغو سیالیو د لومړي پړاو په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې سبا د اوکراین پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه سبا ماښام ۷:۳۰ بجې پیلېږي.

که افغانستان سبانۍ لوبه وګټي او یا یې مساوي پایته ورسوي؛ نو کولی شي چې د دغو سیالیو بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

تر دې دمه اوکراین او افغانستان دواړه درې، درې امتیازه لري او دواړو لوبډلو له انګولا څخه یوه، یوه لوبه ګټلې ده.

په دغو سیالیو کې تر دې دمه افغان لوبډلې دوه لوبې ترسره کړې.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له انګولا څخه د ۶ـ۴ ګولونو په توپیر ګټلې وه.
دغه راز یادې لوبډلې خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د ۲-۱ ګولونو په توپیر ارجنټاین ته وبایلله.

خو له دغې لوبې وروسته محمد جواد صفري د دغې لوبې غوره لوبغاړی شو.
دغه سیالۍ د ازبکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

په دغه سیالیو کې افغانستان په سي ګروپ کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا لوبډلو سره همډلی و.

نور خبرونه

رادیو