‏اسټرالیا نن د کرېکټ په یو ورځنیو سیالیو کې انګلنډ ته ماتې ورکړه

۷ ساعتونه مخکې

‏د اسټرالیا او انګلنډ لوبډلو تر منځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ نن پیل شوه.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د اسټرالیا لوبډلې په ۷ وېکټو وګټله.

د دغې لولې پچه انګلنډ لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې وه.
انګلنډ لوبډلې د دغې لوبې د لومړۍ پاڼۍ کې په وروستي اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د اسټرالیا لوبډلې ته د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د اسټرالیا لوبډلې د درېیو وېکټو په زیان وشو کړای، چې د دغې لوبې په ۴۴م اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړي او د لوبې بریا خپله کړي.
‏ټریویس هېډ د دغې لوبې غوره لوبغاړی شو.
نوموړي په دغې لوبه کې د ۲۰ څلوریزو او ۵ شپږېزو سره ۱۵۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې.
دغه دواړه لوبډلې سبا د دغو سیالیو د دویمې لوبې لپاره د یو بل سره مخامخېږي.

نور خبرونه

رادیو