افغانستان له سوېلي افریقا څخه دویمه یو ورځینۍ لوبه د ۱۷۷ منډو په توپير وګټله

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلې د رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزي او رحمت شاه شاهدي د ښه توپ وهنې او د راشد خان او ننګیال خروټي د ښې توپ اچونې په مټ سوېلې افریقا ته په دویمه یو ورځینۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه.

د افغانستان په کوربه توب له سوېلي افریقا سره د درېیو یو ورځینو لوبو لړۍ د دویمې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
د افغانستان توپ وهونکي رحمن الله ګربز په نننۍ لوبه کې ښه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او نوموړی لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې د سوېلي افریقا لوبډلې په وړاندې یې سلیزه ووهله.
رحمن الله ګربز په ۱۱۰ توپونو ۱۰۵ منډې جوړې کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې په یو ورځینیو سیالیو کې دا د رحمن الله ګربز ۷مه سلیزه وه.
له دې سره، عظمت الله عمرزي هم د سوېلي افریقا د توپ اچونکو په وړاندې ښه توپ وهنه وکړه او نوموړي په ۵۰ توپونو شپږ اتیا نا سوځیدلې منډې جوړې کړې.
د لوبې په لومړۍ برخه کې افغانستان په پنځوسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه.
افغانستان د لوبې په دویمه برخه کې په توپ اچونه کې راشد خان او ننګیال خروټي ښه وځلیدل.
راشد خان په نهه اورونو کې پنځه ویکيټې او ننګیال خروټي په شپږو اورونو کې څلور ویکیټې واخیتسې.
افغانستان له سوېلي افریقا څخه د یو ورځینیو لوبو لړۍ دویمه لوبه د ۱۷۷ منډو په ستر توپير وګټله.
افغانستان دوه ورځې وړاندې هم په لوړمړي ځل سوېلي افریقا ته په یو ورځینیو لوبو کې ماتې ورکړه.
د یادې لوبلړۍ درېیمه او ورستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه نړۍوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

نور خبرونه

رادیو