نن افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو دویمه لوبه کوي

۱۳ ساعتونه مخکې

نن د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د درې یو ورځنیو سیالیو پر دوام، د خپلې دویمې لوبې لپاره د سوېلي افريقا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه د کابل په وخت نن مازیګر ۴:۳۰ بجې په شارجه کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د شپږو وېکټو په توپير سوېلي افريقا ته په لومړي ځل ماتې ورکړه.
د هغې لوبې پچه سوېلي افريقا ګټلې وه او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه کړې وه.
سويلي افريقا په ۳۳.۳ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ مندې جوړې کړې وې.
په تېره سيالۍ کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر درې او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
فاروقي د لوبې غوره لوبغاړي شو.
افغان ملي لوبغاړو په ۲۵ اورونو کې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

نور خبرونه

رادیو