د سوېلي افریفا د ښځو لوبډلې له پاکستان د کرېکټ شل اوره لوبلړۍ وګټله

۲ ساعتونه مخکې

د سوېلي افریقا د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې نن د پاکستان په ملتان ښار کې کوربه لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ور کولو سره لوبلړۍ وګټله.

دا لوبلړۍ څلور ورځې مخکې پیل شوې وه او سوېلي افریقا پکې لومړۍ او وروستۍ لوبې وګټلې.

په نننۍ لوبه کې پاکستان د پچې ګټلو سره توپوهلو ته مخه کړه او په ټاکلو اورنو کې یې د پنځو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۵۳ منډې جوړې کړې.

د سوېلي افریقا لوبډلې د دوو لوبغاړو سوځېدو سره دا هدف پوره کړ او لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

تر دې مخکې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې خوړلې وه.


نور خبرونه

رادیو