بنګله دېش نن له هندوستان سره د ټېسټ لوبلړۍ لومړۍ لوبه ترسره کوي

۱۴ ساعتونه مخکې

بنګله دېش د لومړۍ ټېسټ لوبې پچه وګتله او هندوستان په وړاندې توپ اچونه کوي.
د بنګله دېش ملي لوبډله هندوستان ته په دغه سفر کې دوه ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې تر سره کوي.

د بنګله دېش او هندوستان تر منځ لومړۍ ټېسټ لوبه په چېپک لوبغالي کې تر سره کېږي.
د لومړۍ ټېست لوبې پچه بنکله دېش وګتله او د هندوستان په وړاندې توپ اچونه کوي.
دغه لومړنۍ ټېست لوبه د سپټمبر په ۱۹مه نېټه پیل او تر ۲۳مې نېټې به دوام ولري.
بنګله دېش د هندوستان په وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې لپاره په یوولس کسیز نوملړ کې د نجم الحسین په لوبډلمشری کې، ذاکر حسین، مومن الحق، مشفق الرحیم، شکېب الحسن، لېټن داس، مهدي‌حسن، حسن م‍مود او ناهد رانا اخیستي دي.
همدارنګه هندوستان د ننۍ ټېسټ لوبې لپاره د روهېت شرما په لوبډلمشرۍ یاشوي جاسیوال، شوبمن ګېل، ویراټ کهولي، کې اېل راهول، ریشب پنټ، رویندر جاډیجا، رویندر اشوېن، جسپرېټ بومبرا، اکاش دیف او محمد سراج اخیستي دي.
د دغو دواړو هېوادونو تر منځ دویمه ټېسټ لوبه د سپټمبر په ۲۷مه پیلیږي او د اکټوبر تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
د بنګله دېش لوبډله هندوستان ته په خپل سفر کې د کوربه هېواد سره درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کوي.
دغه درې شل اوریزې لوبې به د اکټوبر په شپږمه نېټه پیل او تر ۱۲ نېټې به دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو