یونیسف: سږکال ۳۸زره نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي

۱۷ ساعتونه مخکې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیز نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.

دغه بنسټ تېره ورځ د طالبان له‌خوا د دغه لېګدلي بندیز د درېیمې کلیزې په مناسبت پر اېکس پاڼه لیکي:«درې کاله کېږي، چې په افغانستان کې منځنيو ښوونځيو او لېسو ته نجونې نه پرېښودل کېږي.»
په دغې لیکنه کې راغلي، چې سږکال ۳۸زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی نه شي کولای، چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
یونیسف وړاندې لیکلي، چې د دغو نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.
یونیسف وایي:« زده‌کړې د هر ماشوم حق دی. زده‌کړې نجونو او هلکانو ته اجازه ورکوي، چې د ژوندي پاتې کېدو او پرمختګ لپاره نوي مهارتونه زده کړي؛ چې په راتلونکې کې ښې پرېکړې وکړي او د ښه راتلونکي لپاره له فرصتونو ګټه واخلي.»
د دغه بنسټ په وینا، اوس‌مهال د افغانستان په لومړنیو ښوونځیو کې ۲.۳ مېلیونه نجونې پر زده‌کړو بوختې دي.
یونیسف زیاته کړې، چې د دغو ۲.۳ مېلیونه نجونو د زده‌کړو دوام هڅې او ملاتړ به روان ساتي.

نور خبرونه

رادیو