د بشري حقونو د څار ډله: نړۍوالو پر نجونو د زده کړو د بندیز په تړاو معنادار اقدام نه دی کړی

۵ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د افغان نجونو پر زده کړو بندیز څلورم کال ته داخل شوی؛ خو نړۍوالې ټولنې د دغه بندیز د لرې کولو لپاره کوم معقول اقدام نه دی کړی.

دغه سازمان ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو یو سیستماتیک او د ښځو ضد برید دی، چې د افغانستان په ښوونیز نظام کې یې د جنسیتي نابرابري بنسټیزه کړې ده.

دغې ډلې د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د افغان نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز په روانه اوونۍ کې څلورم کال ته داخل شو او دغه بندیز د نړۍ ډېر پام ځان ته اړولی دی.

دغه سازمان ټینګار کوي، چې پر زده کړو بندیز د افغانانو د ژوند پر ټولو برخو منفي اغیز لري او د افغانستان لپاره جدي ټولنیز، پرمختیايي او اقتصادي پایلې لري.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې د طالبانو دا اقدام به افغانستان د ډاکټرانو، نرسانو، ښځینه ښوونکو او ښځینه متخصصینو له جدي کمښت سره مخ کړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې پر زده کړو بندیز به په افغاني ټولنه کې د ښځو ونډه کمزورې کړي او د یوې نابرابرې، بې وزلې او محرومې ټولنې لامل به شي.

هیومن رایټس واچ پر طالبانو غږ کړی، چې سمدستي دې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي او ټولو ته دې باکیفیته زده کړې ورکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي، چې خپلې ژمنې عملي کړي او د نجونو پر زده کړو بندیز ژر تر ژره لرې کړي.

طالبانو درې کاله وړاندې د سنبلې په ۲۱مه نېټه په ټول افغانستان کې د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین او روسیې په ګډون ګڼو هېوادونو د طالبانو له خوا پر مېرمنو د سختونو بندیزونو له امله خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

نور خبرونه

رادیو