شهرزاد: د طالبانو حاکمیت پر ځپلو ولاړ دی نه مشروعیت لري او نه خلکو ته د ځواب ویلو جرات لري

۸ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره وايي: «د طالبانو حاکمیت پر ځپلو ولاړ دی، نه مشروعیت لري او نه د خلکو نیوکو ته د ځواب ویلو جرات لري.»
شهرزاد اکبر وایي؛ طالبان د مشروعیت د نه لرلو له امله د خبریالانو، دیني عالمانو، معترضینو او هنرمندانو په غیر قانوني نیونو لاس پورې کوي.

نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې په خپل اېکس کې کړي، چې د طالبانو حکومت د نړۍ د هېڅ یوه هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د دغې ډلې ټولې چارې نامشروع بلل کېږي.
پر افغانستان چې د طالبانو له بیا واکمنۍ څخه درې کاله تېریږي، دغې ډلې د شاوخوا اویا فرمانونو په صادرولو سره په پراخو بشري سرغړونو لاس پورې کړی.
په دغو فرمانونو کې تر ډېره ښځې په نښه شوي دي او له ټولو لومړنیو او اساسي حقونو څخه بې برخې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې په ۸مه واشنګټن پوسټ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو، چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو ناوړه کړکېچ سره مخامخ دی.
په راپور کې همداراز راغلي وو، چې طالبان په افغان ټولنه کې د ښځو د غږ په غلي کولو او د هغوی له حقونو په بې برخې کولو سره د جنسیتي توپیر په ځواکمنېدو لګیا دي.
له دې سره، په افغانستان کې د بیان ازادي بیا بله مهمه مساله ده، چې د طالبانو له خوا سخته ځپل شوې ده.
طالبانو له خپلې واکمنۍ وروسته لسګونه خبریالان نیولي، بندیان کړي، وهلي، ګواښلي او په بندخونو کې یې سخت شکنجه کړي هم دي.
که څه هم له خبریالانو سره د طالبانو دغه چلند د خبریالانو د ملاتړو ادارو له سخت غبرګون سره مخ شوی، خو یادې ډلې خپل دریځ د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې بدل کړی نه دی.

نور خبرونه

رادیو