افغانستان سبا جمعه له سویلي افریقا سره د لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کوي

۱۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان په کوربه‌توب له سوېلي افریقا سره د یو ورځینو لوبو لړۍ دویمه لوبه د جمعې په ورځ د عربي اماراتو په شارجه نړۍوال لوبغالي کې تر سره کېږي.
افغانستان د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا څخه د شپږو وېکټو په ټوپير وګټله.

د سویلي افریقا په وړاندې دا د افغانستان د ملي لوبډلې لومړۍ بریا وه، تر دې وړاندې افغانستان خپلې ټولې لوبې سویلي افریقا ته بایللې دي.
د افغانستان په کوربه‌توب د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه افغان لوبډلې د توپ اچونکو د ډېرې ښې توپ اچونې پر مټ وګټله.
په دغه لوبه کې فضل الحق فاروقي څلور، الله محمد غضنفر درې او راشد خان دوه ویکټې واخیستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه فضل الحق فاروقي ته ورکړل شول.
د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ د تېرې ورځې لوبه کې افغان لوبډلې د ۳۶ منډو په ورکولو د سویلي افریقا د لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو نوی ریکارډ جوړ کړ.
تر دې وړاندې په ۲۰۰۲ کال کې د سویلي افریقا لوبډلې د پنځوس منډو په جوړېدو سره خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

نور خبرونه

رادیو