د فوټسال نړۍوال جام کې افغانستان نن ماښام د ارجنټاین پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي

پرون

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن چهار شنبې ماښام د ارجنټاین فوټسال ملي لوبدلې په وړاندې د خپلې دویمې لوبې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه له انګولا څخه ګتلې وه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړۍوال جام په دوام خپله دویمه لوبه د ارجنټاین د فوټسال ملي لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.
دغه سیالي نن چهار شنبه ماښام د افغانستان پر وخت د ماښام اووه نیمې بجې پیلیږي.
افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له انګولا څخه ۶ـ۴ ګولونو په توپیر ګټلې وه.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله تېره شپه په ازبکستان کې د مېشتو افغان سوداګرو مېلمنه وه.
افغان سوداګر د فوټسال ملي لوبغاړو د ستاینې په پروګرام کې له لوبډلې سره ۳۱ زره ډالر مرسته هم کړې ده.
دوی په نغدي توګه خپله مرسته د ملي لوبډلې مدیر او روزونکي ته وسپارله او ویلي یې دي، چې له دې کار څخه یې د فوټسال ملي لوبډلې د مورال لوړول او د هغوی هڅونه ده.
د افغانستان او ارجنټاین د فوټسال لوبډلې تر دې مهاله په پنځو لوبو کې سره مخامخې شوې دي، چې څلور لوبې ارجنټاین او یوه هم افغانستان ګټلې ده.
د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړۍوال جام په (سي) ګروپ کې ارجنټاین او افغانستان د درېیو، درېیو نومرو په لرلو سره د جدول په لومړي او دویم مقام کې دي.
دواړو هېوادونو تر دې مهاله یوه، یوه لوبه ترسره کړې او خپلې لومړنۍ لوبې یې ګټلې دي.

نور خبرونه

رادیو