طالبان: له پاکستان او ایرانه تازه ۲۹۱ کورنۍ راستنې کړل شوې دي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو کډوالو وزارت د دغې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې تېره ورځ دوشنبه د (وږي۲۶مه) له ایران او پاکستانه ۲۹۱ د افغان کډوالو کورنۍ راستنې کړل شوې.

وزارت وايي، دغه کورنۍ د هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار ولایتونو له لارو په جبري ډول راستنې شوې.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن سې شنبه د (وږي ۲۷مه) په ایکس پاڼه د دغې ډلې د کډوالو وزارت له قوله ویلي، چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په لړ کې د دوشنبې په ورځ د (وږي ۲۶مه) له دواړو ګانډیو هیوادونو څخه دغه ۲۹۱ کورنۍ په جبري ډول را ایستل شوې دي.
خبر زیاتوي چې، ۴۰ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم، ۲۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۱۰۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او ۱۲۴ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې.

باختر اژانس لیکلي، چې له تازه راستنو شویو یو شمېر کډوالو سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري مرستې هم شوې او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي.

خو په دغه خبر کې د نړۍوالو سازمانونو له لوري له دغو کډوالو سره د مرستې یادونه نه ده شوې.

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په داسې حال کې دوام لري، چې لا هم هره ورځ لسګونه افغانان پر ناقانونه لارو دغو هېوادونه ته ور اوړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران حکومت هغه افغانان له دغه هیواده باسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د راپورونو له مخې، د ایران حکومت په تېره یوه اوونۍ کې د ایران په سیستان او بلوچستان کې (۱۴۹۴) افغانان نیولي دي.

په دې وروستیو په ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو په لړ کې ایرانیانو پر افغان کډوالو د وچې ډوډی پر پلور هم بندیز لګولی.

نور خبرونه

رادیو