د افغانستان او سویلي افريقا ترمنځ د کریکټ د یو ورځنیو لوبو لړۍ سبا پيلېږي

۲ ورځې مخکې

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې له سویلي افریقا سره د یو ورځنیو لوبو لومړۍ هغه یې د چهارشنبې په ورځ د (وږي په ۲۸مه) د شارجې په کریکټ لوبغالي کې پیلیږي.

په دغې لوبلړۍ کې چې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي ټول ټال درې لوبې کېږي، چې لومړۍ یې د چهارشنبې په ورځ د مازیګر په ۴:۳۰ بجو ده.
دویمه لوبه یې بیا د جمعې په ورځ او درېیمه هغه یې د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره کېږي.
په دغې لوبلړۍ کې چې د حشمت شهيدي په لوبډلمشرۍ تر سره کئږي، رياض حسن، ګلبدين نايب، عبدالمالک، راشد خان، محمدنبي، فضل الحق فاروقي، ننګيال خروټی، رحمن الله ګربز، رحمت شاه، دروېش رسولي، اکرام عليخېل، عظمت عمرزی، الله محمد غضنفر، فريد ملک، بلال سميع او نويد ځدراڼ هغه لوبغاړي دي چې په غې لوبلړۍ کې به ولوبئږي.

نور خبرونه

رادیو