د فوټسال نړۍوال جام سیالیو په دوام سبا افغانستان له ارجنټاین سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي

۲ ورځې مخکې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړۍوال جام په بریا سره پیل کړ، افغانستان په خپلې لومړنۍ لوبه کې انګولا ته ۶ـ۴ ماتې ورکړه.

د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړۍوال جام په دوام د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا چهارشنبه د (وږي ۲۸مه) د ارجنټاین په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روان جام په خورا قوت پیل کړی او د انګولا په وړاندې لومړۍ بریا یې مورال خورا لوړ کړی دی.
د افغانستان او ارجنټاین د فوټسال لوبډلې تر دې مهاله په پنځو لوبو کې سره مخامخې شوې دي، چې څلور لوبې ارجنټاین او یوه هم افغانستان ګټلې ده.
د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړۍوال جام په (سي) ګروپ کې ارجنټاین او افغانستان د درېیو، درېیو نومرو په لرلو سره په د جدول په لوړمړي او دویم مقام کې دي.
دواړو هېوادونو تر دې مهاله یوه، یوه لوبه ترسره کړې او خپلې لومړنۍ لوبې یې ګټلې دي.

نور خبرونه

رادیو