د سويلي افريقا د ښځو کرېکټ لوبډلې په لومړۍ شل اوره لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

۲ ورځې مخکې

د پاکستان او سويلي افريقا ښځينه کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دريو شل اوره لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان په لسو منډو ماتې وخوړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د لوبلړۍ دويمه سیالي سبا په ملتان کې تر سره شي.

د دوی په لومړۍ سيالۍ کې پرون سويلي افريقا لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۴ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۲ منډې جوړي کړې.

پاکستان بیا د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۲ منډې وکړې او د لسو منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

پاکستان د کرېکټ د دغې لوبلړۍ کوربه دی.

وړاندي د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې خوړلې وه.

نور خبرونه

رادیو