د افغانستان فوټبال فدراسیون: هلمند کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

۲ ورځې مخکې

د فوټبال فدراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ۱۴۰۳ کال غوره لیګ سیالیو کې لس لوبډلې برخه لري او د لومړي مقام ګتونکې لوبډله به د سوېل لویدیځ زون په سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون له لوري د دوشنبې په ورځ د (وږي ۲۶مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په هلمند ولایت کې د ۱۴۰۳ کال غوره لیګ سیالۍ د فوټسال د لسو لوبډلو ترمنخ پیل شوې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاد لیګ لومړۍ لوبه د ریحان لوبډلې او سازش لیسې د لوبډلو ترمنځ تر سره شوه، چې ریحان د شپږ پر یو ګول وهلو سازش لیسې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د فوټبال فدراسیون وايي، په هلمند کې د فوټسال لیګ دغه سیالۍ رسمي بڼه لري او د یاد لیګ د لومړي مقام ګتونکي لوبډله به د سوېل لویدیځ زون په سیالیو کې برخه واخلي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یادې سیالۍ به د یوې میاشتې په ترڅ کې تر سره شي.
د یادونې وړ ده، چې هلمند ولایت ته د ورزش او لوبو په برخه کې د نورو ولایتونو پرتله ډېره کمه پاملرنه شوې.
هلمندي ځوانانو په وار، وار غوښتي، چې پر افغانستان حاکمه ډله دې د ځوانانو د سالم مصروفیت لپاره په دغه ولایت کې ورزشي جمنازیمونه جوړ کړي؛ خو لا یې هم د واکمنې ډلې له‌خوا مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.

نور خبرونه

رادیو