افغان کرېکټ بورډ: نن د احمدشاه ابدالي لومړۍ درجه سیالیو اووم پړاو پیلیږي

۳ ورځې مخکې

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه وايي، نن دوشنبه د وږي ۲۶مه په ننګرهار کې د احمد شاه ابدالي لومړۍ درجه لوبو اووم پړاو پیلیږي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ماهیپر ستورو او هندوکش سټرایکرز لوبډلو تر منځ ترسره کیږي.

د افغانستان د کورني کرېکټ څانګه وايي، د احمد شاه ابدالي لومړۍ درجه سیالیو اووم پړاو نن دوشنبه د سپټمبر ۱۶مه پیلیږي او د اکټوبر میاشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي.

د کورني کرېکټ د معلوماتو له مخې د احمد شاه ابدالي لومړۍ درجه سیالیو کې څلور لوبډلې (ماهیپر ستورو، پامیر لیجنډز، هندکش سټرایکرز او میوند اتلان) لوبډلې د یوبل په وړاندې لوبیږي.

دغه سیالۍ د ننګرهار ولایت په دوو لوبغالو کې غازي امان الله کرېکټ لوبغالي او نجیب الله تره‌کی کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د هندوکش سټرایکرز او ماهیپر ستورو ترمنځ نن سهار لس بجې په غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

همدارنګه دویمه لوبه میوند اتلانو او پامیر لیجنډز لوبډلو تر منځ په همدي ورځ لس بجې د نجیب الله تره‌کي په کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د احمد شاه ابدالي لومړی درجه سیالۍ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پیل شوې او تردې مهاله یې شپږ پړاونه ترسره شوي.

د دغو سیالیو د شپږم پړاو اتله لوبډله میوند اتلان وو.

نور خبرونه

رادیو