په غزه د اسراییل بریدونو یوه مور د هغې له درې ګونو نویو زېږېدلو لوڼو بېله کړې ده

۳ ورځې مخکې

د ۲۰۲۳ په اګست کې حنان البیوک د لوړ خطر زیږون لپاره له غزې څخه د اسراییل اشغال شوي بیت المقدس ته سفر وکړ.

د هغې درې اولادونه، چې له وخت مخکې زېږېدلي او لږ وزن لري، صحتمنده دي؛ خو مور یې اړ شوې وه چې د زیږون څخه لږ وروسته خپل بچي پریږدي.

نوموړې په دې نه پوهیږي، چې کله به وکولی شي چې بېرته هغوی په غیږ کې ونیسي.

د فلسطینیانو پر تګ راتګ باندې د اسراییل بندیزونه په دې معنا دي، چې ۲۶ کلنه البیوک باید د قانون د سرغړونې له وېرې غزې ته ستنه شوی وی، په داسې حال کې چې د هغې ماشومان لا هم تر جدي څارنې لاندې وو.

کله چې دغه ماشومان غزې ته د تګ لپاره چمتو شوي وو، جګړه پیل شوې وه او هغوی بند پاتې شول، د ویډیويي تماسونو له لارې یې خپلو بچو سره اړیکه ساتل یوازینۍ لار وه.

د هغې لوڼې نجوا، نور او نجمه د المقاصد په روغتون کې تر څارنې لاندې دي، چې پر دېوالونو رنګارنګ نقاشۍ دي او د هغوی لپاره د لوبو بېلابېل وسایل په نظر کې نیول شوي‌ دي.

دا وضعیت په غزه کې د ماشومانو لپاره شونی نه دی، ځکه چې هغوی د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا په اسراییل له برید راهیسې د اسراییل ځواکونو له خوا کلابند شوی او د بمونو سخت ګوزارونه پرې کیږي.

د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې وویل، چې د غزې په جګړه کې له ۱۳ زرو څخه ډېر ماشومان وژل شوي او زیاته یې کړه، چې ډېری ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او "حتا د ژړلو توان نه لري."

په روغتون کې د نوي زیږون د جدي پاملرنې مشر ډاکټر حاتم خامش وویل، درې ګوني نجونې په نورمال ډول وده کوي.

هغه وویل: "نجونې ښه ذهني وده کوي، د دوی تنفس هم ښه دی. یوازینی شی چې موږ غمجن کوي، دا دی چې دوی له خپلې مور څخه لرې دي."

ډاکټران او نرسان د واټس اپ له لارې د حنان سره اړیکه نیسي؛ خو دا کار په داسې حال کې شونی دی چې دغه کورنۍ په غزه کې انټرنټ ته لاسرسی ولري.

د جګړې له امله مخابراتي شبکې خرابې شوي دي.

دغه جګړه پر اسراییل د حماس له برید وروسته پیل شوه.

په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور د حماس له خوا یرغمل شول.

د دغه برید په ځواب کې د اسراییل ورستیو پوځي عملیاتو له ۴۱ زره ۲۰۶ څخه زیات فلسطینیان وژلي، ۹۵ زره ۳۳۷ تنه یې ټپیان کړي او د غزې ډېری برخې یې ویجاړې کړې دي.

د نړۍوالو په منځګړیتوب د اوربند خبرو اترو د پرمختګ هڅو لا کومه پایله نه ده ورکړې.

په ورته وخت کې د المقاصد روغتون کارکونکي چې کله ماشومانې د ویډیو له طریفه له مور سره غږوي د "مور"، "مور" کلیمې تکراروي ترڅو نجونې وهڅوي، چې په تلیفون کې د خپلې مور کوچني عکس ته پام وکړي.

نور خبرونه

رادیو