د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ: افغانستان نن له انګولا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

۳ ورځې مخکې

د فوټسال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه نن له انګولا سره کوي.

دغه لوبه د ازبکستان په کوربه‌توب نن د کابل پر وخت د مازدیګر پنځه بجې ترسره کیږي.

په دغو سیالیو کې افغانستان له اوکراین، ارجنټاین او انګولا سره په یوه ګروپ کې لوبېږي چې افغان ملي لوبډله به نن خپله لومړۍ لوبه له انګولا سره وکړي.

‏د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن یکشنبه د (وږي ۲۵مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه نن له انګولا سره په ازبکستان کې د کابل پر وخت د مازدیګر پنځه بجې ترسره کوي.

افغانستان د نړۍوال جام په دریم ګروپ کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره همغاړی دی.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام به د ازبکستان په کوربه توب د ۲۴ لوبډلو په ګډون تېره ورځ پیل شوې چې د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې تر ۱۵مې نیټې به روانې وي.

د فوټسال په نړۍوال جام کې د افغانستان د لوبو مهالویش:

افغانستان - انګولا (یکشنبه ۲۵ وږی ۱۴۰۳)

افغانستان - ارجنټاین (چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳)

افغانستان - اوکراین (شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳)

نور خبرونه

رادیو