طالبانو په سرپل کې یوه ښځه د «زنا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلې ده

۳ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې دغې ډلې د زابل ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې یوه ښځه د «زنا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلې ده.
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه تورنه مېرمن په ۳۹ دورو او شپږ میاشتې تنفيذي بند محکومه شوې وه.

طالبانو له تېرو دوو کلونو راهیسې د بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه د «نامشروع» اړیکو په تور د ښځو په ګډون لسګونه کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې چې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ دي؛ خو دغه ډله وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حکمونه پلي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبان شپه او ورځ په دې هڅه کې دي، څو په ورته اخلاقي کړنو او نامشروع اړیکو کې ښکېل کسان ونیسي او خپلو اړوند ارګانونو ته یې وسپاري.
د افغانانو په ځانګړې توګه بیا د ښځو او ځوانانو پر وړاندې د طالبانو چلند تر هغه وروسته نور هم سخت شوی، چې د یادې ډلې مشر په دې وروستیو کې د امربالمعروف نوی قانون توشیح کړ.
په دې قانون کې له محرم او حجاب پرته د ښځو په ګرځېدو بندیز لګول شوی او همداراز د نارینه و پر جامو او ږیرې پر څارنې ټینګار شوی دی.

نور خبرونه

رادیو