د سوېلي افریقا لوبډله له افغان لوبډلې سره د یو ورځنیو لوبو په موخه عربي اماراتو ته ورسېده

۴ ورځې مخکې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د سوېلي افریقا ملي لوبډله د افغانستان د ملي لوبډلې په وړاندې د درېیو یو ورځنیو لوبو په موخه تېره شپه متحده عربي اماراتو ته ورسېده.

د دواړو هېوادونو تر منځ لوبلړۍ د چهارشنبې په ورځ پیلیږي.

د افغانستان په کوربه توب د چهارشنبې په ورځ له سوېلي افریقا سره د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ پیلیږي.

دغه درې یو ورځنۍ لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

افغان کرېکټ بورډ پر خپلو رسمي ټولنیزو پاڼو متحده عربي اماراتو ته د سوېلي افریقا د لوبډلې د رسېدو انځورونه خپاره کړي دي.

د سوېلي افریقا له لوبډلې مخکې افغان لوبغاړي له افغانستان او هند څخه متحده عربي اماراتو ته رسیدلي دي.

دا لومړۍ ځل دی چې د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کیږي.

د دغې لوبلړۍ لپاره د دواړو هېوادونو لوبډلو لا له وړاندې د لوبډلو نوملړ خپور کړی.

د افغانستان په لوبډله کې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ او ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن د ټپي کېدو له امله ګډون نه کوي.

کرېکټ بورډ ویلي دي، چې د ابراهیم ځدراڼ او مجیب الرحمن د تشې ډکېدو په موخه یې په لوبډله کې درویش رسولي او الله محمد غضنفر اخیستي دي.

افغان لوبډله د سوېلي افریقا لوبډلې سره په یو ورځنیو لوبو کې دوه ځله مخامخ شوې ده، چې دواړه لوبې سوېلي افریقا ګټلې دي.

نور خبرونه

رادیو