افغان لوبغاړی د نړیوال جام تر ټولو کم عمره ستوری وبلل شو

۴ ورځې مخکې

د فیفا ویب پاڼې د افغانستان له ستوري مهران غلامي سره چې د فوټسال په نړیوال جام کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی په زړه پورې مرکه کړې ده.

فیفا اعلان وکړ، چې غلامي د ۲۰۲۴ نړیوال جام کې د ۳۳۶ لوبغاړو په منځ کې ترټولو ځوان ستوری دی.

غلامي وايي وياړ لري، چې په نړيوال جام کې د خپل هېواد لپاره لوبيږي.

مهران غلامي د فیفا له وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د ارجنټاین لوبډلې له مشهورو ستورو نیکو سارمینټو او کریسټین بورتو سره به مخامخ شي.

غلامي په داسي حال کې په نړيوال جام کې لوبيږی، چې هغه د نیوزيلينډي ميروسلاو ماليووک څخه ۲۳ کاله کم عمره دی.

د فیفا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، نړیوال جام ته د افغانستان تګ د اسیا جام په سیالیو کې د دغه ۱۸ کلن لوبغاړي د بریا او ګولونو له امله دی.

مهران غلامي د فیفا ویب پاڼې ته وویل: «دا زما د ژوند تر ټولو ښه ورځ وه. موږ ښه لوبه وکړه او د ښې نتیجې له امله مو وکولای شول نړیوال جام ته لار پیدا کړو. زه واقعیا ویاړم، چې موږ خپل هیواد د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته رسولی.»

مهران غلامي د فیفا ویب پاڼې ته وویل، چې د افغانستان د ملي لوبډلې اصلي هدف د نړیوال جام له ګروپي پړاو څخه مخکې تګ دی. هغه زیاته کړه، چې هغه په ​​ټولنیزو شبکو کې د ارجنټاین ځینې لوبغاړي تعقیبوي او د دوی پروړاندې له لوبيدو خوند اخلي.

غلامي زیاته کړه، چې اوکراین پرتګال ته ماتې ورکړه‎ او دا ښيي، چې دا لوبډله څومره پیاوړې ده.

د افغانستان خلک نړیوال جام ته ډیر لیواله دي او زه د خلکو له ملاتړ څخه مننه کوم او هیله لرم، چې د ملتونو د جام په څیر په نړیوال جام کې هم بریالي شو.

نور خبرونه

رادیو